۰

سږ کال به ۳۰ تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ شي

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۸
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلان وکړ، چې روان کال به په ټول هېواد کې ۳۰ نوي تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ کړي.
سږ کال به ۳۰ تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ شي
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اعلان وکړ، چې روان کال به په ټول هېواد کې ۳۰ نوي تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه ادارې مشرې ندیمه سحر نن سه شنبې د غوايي ۳ مه حکومت ته د حساب ورکولو پروګرام کې و ویل، چې په اوسي کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونځیو شمېر د بازار د غوښتنو لپاره کفایت نه کوي.

د هغې په وینا دا مهال د هېواد په ۳۰۱ ولسوالیو کې ۳۰۱ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ښوونځي شته خو دا ښوونځي د بازر له دې غوښتنې سره چې تخنیکي برخو متخصیصینو ته اړتیا لري سمه نه ده.

نوموړې و ویل، حکومت په پلان کې لري، چې تر راتلونکو دریو کلونو پروې باید په ټولو ولسوالیو کې تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ شي.

مېرمن سحر زیاته کړه د دوی د ادارې په استراتېژۍ کې شته چې د هرې ولسوالۍ له پاره یو تخنیکي او مسلکي ښوونځي جوړ کړي او روان کال به ۳۰ دغه ډول ښوونځي جوړ هم شي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشره وايي، دا مهال د حرفه ی زده کړو په مرکزونو کې ۶۴ زره زده کوونکي شته او دا شمېر به نوره هم زیاته شي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي