۰

خلیلزاد د افغان سولې لپاره اووم سفر هم پیل کړ

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل اووم پړاو سفر هم پیل کړی دی.
خلیلزاد د افغان سولې لپاره اووم سفر هم پیل کړ
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل اووم پړاو سفر هم پیل کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خلیلزاد سفر د روانې اپریل له ۲۱ مې پیل او د مې تر ۱۱ مې به دوام وکړي.

سرچینه کاږي، چې خلیلزاد به په دې سفر کې افغانستان، هند، روسیې، برېتانیا، قطر، او پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېوادونو له چارواکو سره به پر سولې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې خلیلزاد به په دې سفر کې د سولې هڅه کوي او هدف یې دا دی، چې په دې برخه کې شته ستونزې له منځه یوسي او د افغانستان کشالې ته سیاسي حل لار ومومي.

خبرپانه وايي، نوموړی به په کابل کې له افغان چارواکو او سیاسیون سره سلا مشورې وکړي او دوی به وهڅوي، چې د بین الاافغاني خبرو لپاره داسې یوه لار وټاکي، چې پایله یې سیاسي مفاهمه او پخلاینه شي.

په خبرپانه کې ټینګار شوی، چې مسکو، لندن، نوي ډهلي او اسلام اباد کې به هم د هغه هڅه دا وي، چې د افغانستان د سولې پروسې لپاره نړیوال ملاتړ راخپل کړي څو په دې توګه افغانستان له دایمي سولې برخمن شي.

دغه راز خبرپاڼه وايي، خلیلزاد به دوحه کې له طالبانو سره مذاکراتو ته ادامه ورکوي او هڅه به دا وي چې په امنیتي مسایلو هوکړې ته ورسېږي او طالبان وهڅوي چې بین الافغاني خبرو ته غاړه کېږدي.

د سولې په تړاو د خلیلزاد اووم پړاو سفر پر داسې مهال پیلېږي، چې څو ورځې وړاندې قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، طالبان به دا ځل له امریکایي پلاوي سره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خبرې وروستۍ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي