۰

د بهر مېشتو افغانانو یو پلاوي په قطر کې له طالب استازو سره کتلي

دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۷
واشنګټن پوست ورځې خبر ورکړی، چې د بهر مېشتو افغانانو یوه پلاوي، چې د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي، د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.
د بهر مېشتو افغانانو یو پلاوي په قطر کې له طالب استازو سره کتلي
واشنګټن پوست ورځې خبر ورکړی، چې د بهر مېشتو افغانانو یوه پلاوي، چې د ښځو د حقوقو لپاره کار کوي، د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ورځپاڼې ویلي، یاده ناسته د تېرې شنبې د وري ۳۱ مه تر سره شوې او د بهر مېشتو افغانانو پلاوي کې درې مېرمنې هم شاملې وې.

ورځپاڼې د خبرو جزیات نه دي ورکړي، خو د یوې امریکا مېښتې افغان کډنوالې مسعودې سلطان له قوله یې ویلي، چې دوی د دوحې د لغوه شوې ناستې برخه نه وو.

نوموړي ویلي، چې دوی په جلا ډول د ملاشېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له طالب پلاوي سره خبرې کړې دي، خو دا چې په یې ورسره خبرې کړې جزیات یې نه دي ورکړې.

واشنګټن پوست د ناستې د یوې بلې ناروې مېشتې کډونوالې خاټول مومند له خولې لیکلي، چې دوی ته په ترسره کړې ناسته کې داسې ښکاره شوه، چې طالبان ډېر نه دي بدل شوي او هماغه پخواني دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي