۰

افغان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
افغان کرکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه
د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام لپاره د ګلبدین نایب په مشرۍ ۱۸ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کرکټ بورډ نن دوشنبې د غوايي ۲ مه د نړیوال جام د پنځوس اوریزه یا یو ورځنیو لوبو لپاره لوبډله اعلان کړې ده.

د کرکټ بورډ د معلوماتو پر بنسټ لوبډله د ګلبدین نایب په مشرۍ چې تازه د کرکټ بورډ له خوا د اضغر افغان پر ځای ټاکل شوی وو، په نړیوال جام کې ګډون کوي.

ګلبدین نایب، اصغر افغان، شهزاد محمدي، نورعلي ځدران، حضرت الله ځاځي، محمد نبي، سمیع الله شینواری، رحمت شاه، حشمت الله شهیدي، نجیب ځدراڼ، راشد خان، مجیب الرحمن، دولت ځدراڼ، افتاب علم، حمید حسن په لوبډله کې ځای لري.

دغه راز سید شېرزاد، اکرام علي خېل او کریم جنت د احتیاطي لوبغاړو په توګه په لوبډله کې اخستل شوي دي.

باید و ویل شي، چې افغان لوبغاړي دا مهال په سویلي افریقا کې په تمریناتي لوبو بوخت دي.

دوی به نړیوال جام ته تر تګ وړاندې له پاکستان او استرالیا سره هم دوه تمریناتي لوبې تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي