۰

غزني کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې

دوشنبه ۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
غزني کې افغان ځواکونو د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې
سیمه ییز چارواکي وايي، ځانګړو افغان ځواکونو غزني ولایت کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملیات کړي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر نن دوشنبې د غوايي ۲مه په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، افغان ځانګړو ځواکونو د غزني د قرباغ ولسوالۍ په لیلیزي، فتح الله او والي کلا سیمو کې تېره شپه عملیات کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې عملیاتو کې ۹ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو پر مهال د طالبانو له یوه زندان څخه هم ۱۰ تنو ته د خلاصون زمینه برابره شوې او هغوی له زندانه تښتېدلي دي.

خبرپاڼه وايي، دا چې په زندانیانو کې امنیتي سرتېري نه و، نو ځکه یې د تېښتې لار خپله کړې او په دغه عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

بل خوا د ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزني په اندړ، ګیرو او واغذ ولسوالیو کې هم ځمکني او هوايي بریدونه شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۱۸ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي