د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اجرائیه ریاست نه خپره شوې خبرپانه وايي، ښاغلي عبدالله پرون یکشنبې د غوايي اوله په خپل دفتر کې له جنرال مېلر سره وکتل.
په خبرپاڼه کې ویل شوي په دې کتنه کې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کي هم شتون درلود او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې وکړې.
سرچینه وایي، جنرال مېلر په خپلو خبرو کې د ناټو له خوا په وروستیو پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله خواشني وښوده او ژمنه یې وکړه، چې د مکلیانو د مرګ ژوبلې د مخنوي لپاره به اړین اقدامات کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې اړینې طرحې او کړنلارې به تر لاس لاندې ونیول شي، چې پر مټ یې د ملکي تلفاتو مخنیوی وشي.
د اجرائیه ریاست خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د هېواد پر امنیتي، نظامي، سیاسي او د سولې پروسې په اړه نظرونه سره شریک کړل.
جمهورخبري آژانس:کابل