۰

پروان کې درې انسان تښتوونکي او هلمند کې درې غله نیول شوي

یکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس په پروان ولایت کې درې تنه انسان تښتوونکي او په هلمند ولایت کې درې تنه غله نیولي دي.
پروان کې درې انسان تښتوونکي او هلمند کې درې غله نیول شوي
د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیس په پروان ولایت کې درې تنه انسان تښتوونکي او په هلمند ولایت کې درې تنه غله نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو پرون د پروان ولایت د مرکز اړوند د دولانه په کلي، کې ځانګړي عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، په دې عملیاتو کې درې تنه انسان تښتوونکي، چې د یوه څارنوال په تښتولو کې یې لاس درلود نیول شوي دي.

خبرپاڼه وایي، له دغه انسان تښتوونکو دوه میله چريي وسله، یو قبضه برچه او دوه جوړې نظامي درېشۍ هم تر لاسه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت د ننګرهار په خوږیانو ولسوالۍ کې هم د دوه انسان تښتوونکو د نیولو خبر ورکړی دی.

بل خوا کورنیو چارو وزارت وايي، د هلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ په اړوند سیمو کې ملي پولیسو درې وسله وال غله نیولي.
سرچینه وايي، یادو غلو د واشېر ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر عامه لارو په وسله والو غلاو لاس پورې کوه، چې د پولیسو د څارنو او تلاشیو په ترڅ کې ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په وینا له نیول شویو غلو یو عراده موټر او یو شمېر وسلې د پولیسو لاسته ورغلې دي.

کورنیو چارو وزارت، د هلمند ولایت د ګرمسېر او ګرشک ولسوالیو په اړوند سیمو کې، ملي پولیسو چاڼیز عملیات خبر هم ورکړی دی.

په خبرپانه کې راغلي، د دغو عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

خبرپانه وايي، د عملیاتو په لړ کې څه باندې ۷۰ کړې بېلابېل ماینونه کشف او شنډ شوي او د ترهګرو طالبانو ۱۵ پټنځایونه له منځه تللي دي.

د وزارت د معلوماتو پر بنسټ په عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې او لېږدوونکي وسایل هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي