۰

ناټو پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت برید غندلی دی

یکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۹
په افغانستان کې د ناټو ملکي چارواکو په کابل کې پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزرات پرونی برید په کلکه غندلی دی.
ناټو پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت برید غندلی دی
په افغانستان کې د ناټو ملکي چارواکو په کابل کې پر مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزرات پرونی برید په کلکه غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو پرون شنبې د وري ۳۱ مه غرمه مهال پر دغه وزارت ځانمرګی او ډلیز وسله وال برید وکړ، او تر نېږدې شپږ ساعته پورې له امنیتي ځواکونو سره وجنګېدل.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه برید کې ۷ تنه وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي، چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د دغه وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ویلي، بریدګر پنځه تنه و، چې یوه چاودنه وکړه او څلور یې د امنیتي ځواکونو له خوا و وژل شول.

د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو طالبانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس دا برید غندلی او دا یو یوه وحشیانه تروریستي حمله بللې ده.

نوموړي په خپل ټوېټرلیکلي، په داسې حال کې، چې افغانان سوله غواړي، خو ترورېستان یوازې د درد او کړاو سبب کېږي.

ولسمشر غني هم دا برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، د افغانستان دښمنانو د ملکي مامورینو په نښه کولو او عامه تاسیساتو په بریدونو سره یو وار بیا ثابته کړه، چې له وژنې او جنایت پرته بل هدف نه لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي