۰

افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله او ګڼ مالي زیاتونه اړولي دي.
افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
طبعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت وايي، افغانستان کې وروستیو سېلابونو کابو ۶۰۰ تنو ته مرګ ژوبله او ګڼ مالي زیاتونه اړولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت وزیر نجیب آقا فهیم نن شنبې د وري ۳۱ مه کابل کې حکومت ته د حساب ورکولو ناسته کې و ویل، چې په تېرو دوه میاشتو کې سېلابونو ۲۴ ولایتونه ځپلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه سېلابونو له امله ۲۴۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی، ۲۹۹ تنه ټپیان او ۱۵ نور هم لا درکه شوي دي.

دغه راز هغه و ویل، چې سېلابونو ۳۳ زره د استوګنې کورنه، ۱۴۴ بابه ښوونځي، ۵۴ پلونه او پولچکونه، ۳۸۲ کیلومتره سړک په کلي یا قسمي ډول زیانمن کړی دی.

ښاغلي فهیم زیاته کړه، چې د سېلابونو له امله مالي زیان تر دې هم لوړ دی او ډېر ژر به اړونده ادارې کره معلومات راټول او له ولس سره شریک کړي.

هغه د دې زیانونو لوی لامل له طبعي پېښو په پوره ډول د خلکو نه پوهای، په لرې پرتو سیمو کې د ژوغورنې ډلو نه شتون، د لارو سختوالی او امنیتي ستونزې وبللې، چې په وینا یې د ژغورنې ډلې پر وخت ځان نه شي ورته رسولی.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي