۰

ننګرهار کې د سولې په پلوی لاریون روان دی

شنبی ۳۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
ننګرهار ولایت کې د سولې ولسي حرکت لسګونه پلویانو د سولې په پلوی لاریون پیل کړی او له ښکېلو خواوو غواړي، چې جګړه ودروي.
ننګرهار کې د سولې په پلوی لاریون روان دی
ننګرهار ولایت کې د سولې ولسي حرکت لسګونه پلویانو د سولې په پلوی لاریون پیل کړی او له ښکېلو خواوو غواړي، چې جګړه ودروي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون نن شنبې د وري ۳۱ مه سهار مهال د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې پیل شوی، چې لسګونه کسان په کې برخه لري او شبېه په شېبه یې شمېر زیاتېږي.

لاریون وال د جګړې ضد شعارونه ورکوي، د پر ښکېلو غاړو غږ کوي، چې جګړه بس کړي او پر ځای یې د سولې لپاره بین الاافغاني مذاکرات پیل کړي.

دوی په ټینګار سره پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی، چې یو د بل پر وړاندې خالد او الفتح عملیات ودروي، ځکه په وینا یې جګړه د افغانانو او افغانستان د برادرۍ جګړه ده او باید ودروي شي.

لاریون کوونکو پر حکومت او طالبانو دا غږ هم کړی، چې د سولې لپاره دې لومړی دواړه خواوې اوربند اعلان کړي او وروسته د سولې خبرې پیل کړي.

باید و ویل شي، چې د سولې ولسي حرکت د تېرې پنشنبې په ورځ په کندهار ولایت کې هم د سولې په پلوی ستر لاریون وکړ او د جګړې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل، چې نور ورور وژنې ته د پای ټکی کېږي او سوله وکړي.

د سولې ولسي حرکت غړي وايي، د دوی دغه لاریونونه به د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي