د قرغزستان ولسمشر سورن بای جاني بېکوف وايي، هېواد یې چمتوی دی، چې د افغانستان د سولې د ټیګښت په برخه کې مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بېکوف دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر صلاح الدین رباني سره په کتنه کې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي رباي پرون جمعه د وري ۳۰ مه قرغزستان کې له ولسمشر بېکوف سره لیدلي دي.
په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي خو ویلي یې دي دواړو لورو د افغانستان د سولې او ځینو اقتصادي پروژو په اړه خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي ښاغلي رباني د قرغزستان له حکومته غوښتي، چې د کاسا ۱۰۰ پروژې په سر ته رسولو کې مرسته وکړي دي.
صلاح الدین رباني همدا راز د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او چین ترمنځ د رېل ګاډي د پټلۍ د جوړېدو له پروژې سره د بشکیک همکاري غوښتې ده.
سرچینه زیاتوي د قرغزستان ولسمشر هم د افغانستان د سولې او دغه راز د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې ډاډ ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل