په کندهار ولایت کې د مرکز او ولسوالیو د سلګونو ځوانانو له خوا د سولې په پلوی لاریون پیل شوی دی او شبېبه په شېبه یې شمېر زیاتېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې لاریون نن پنشنبې د وري ۲۹ مه پیل شوي او لاریون کوونکي په خپلو شعارونو کې د سولې او اوربند غوښتنه کوي.
لاریون کوونکي د جګړې پر ښکېلو خواو غږ کوي، چې روانې جګړې ته نور د پای ټکی کېږدي، سوله وکړي او ورور وژنه بس کړي.
لاریون د سولې د ولسي حرکت په لارښوونه پیل شوی دی، چې شېبه په شېبه یې د ګډونوالو شمېر زیاتېږي او ښایي د دغه لاریونو لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.
د سولې د ولسي حرکت غړي وایي، دغه لاریونونه به له کندهار وروسته په خوست، پکتیا، ننګرهار، مزار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم تر سره شي.
په ورته وخت کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان ویلي د لاریون لپاره یې کلک امنیتي تدابیر نیولي او له کندهار ښاریانو یې غوښتي، چې د سولې لپاره له دغه لاریون سره یو ځای شي.
ویل کېږي لاریون به د کندهار په احمدشاهي لوبغاړي کې د دیني علماوو په ویناوو او یوه پرېکړه لیک پای ته ورسېږي.
جمهورخبري آژانس:کندهار