۰

کابل پولیسو د نشه يي توکو ۸۷ پلورونکي نیولي دي

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۷
پولیس وايي، پلازمېنه کابل کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال ۸۷ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.
کابل پولیسو د نشه يي توکو ۸۷ پلورونکي نیولي دي
پولیس وايي، پلازمېنه کابل کې د بېلا بېلو عملیاتو پر مهال ۸۷ تنه د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قوماندانۍ نن پشنبې د وري ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه قاچاق کوونکي له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې نیول شوي دي.

په خبرپانه کې ویل شوي له دغه کسانو ۳۵ کیلوګرامه ډول ډول نشه يي توکي، لکه هیروئین، شیشه، تریاک، چرس او ۲۲۰ لېتره الکولي څاښک هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۶ عرادې نقلیه وسایط، درې میله تومانچې، ۵۸ سېټه موبایل او ۳۵۸۰۰ افغانۍ هم تر لاسه شوې دي.

بل خوا امنیه قوماندانۍ زیاته کړې، چې په تېره یوه میاشت کې د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو ۳۵۲ تنه نشیان هم راټول شوي او د درملنې په موخه اړونده روغتونو ته وړل شوي دي.

کابل کې نشیان او د نشه يي توکو پېر او پلور په یوه لویه ستونزه اوښتي او ډېر وخت دغه پوډریان د نشه يي توکو د پېر لپاره د پسیو تر لاسه کولو په موخه له کورونو او هټیو غلاوې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي