۰

سرچینه: قطر ته د افغان پلاوي سفر ځنډېدلی دی

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۷
ټاکل شوې وه، د قطر په بین الاافغاني ناستې ته د افغان حکومت او سیاسیون ګډ پلاوی نن ولاړ شي، خو ځینې سرچینې وايي، دغه سفر ځنډېدلی دی.
سرچینه: قطر ته د افغان پلاوي سفر ځنډېدلی دی
ټاکل شوې وه، د قطر په بین الاافغاني ناستې ته د افغان حکومت او سیاسیون ګډ پلاوی نن ولاړ شي، خو ځینې سرچینې وايي، دغه سفر ځنډېدلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پخلاینې مشرتابه شوره دوه ورځې وړاندې قطر ته د ۲۵۰ کسیزه پلاوي نوملړ چمتو او وروسته حکومت اعلان کړ.

له دغه پلاوي سره پرون چهارشنبې د وري ۲۸ مه په ارګ کې ولسمشر غني وکتل او هغوی ته یې و ویل، چې د دولت له چوکاټ پرته هېڅوک د افغانستان د خلکو استازیتوب نه شي کولی.

ښاغلي غني دغه پلاوی ته دا هم و ویل، چې طالبان باید پر دې پوه کړي، چې له دولت سره له خبرو پرته بله لار نه لري او د افغانستان د ۴۰ کلن بحران د پای ته رسېدو لپاره له سیاسي حل پرته بله نخسه کارنده نه ده.

ټاکل شوې وه، دغه ۲۵۰ کسیزه پلاوی نن پنشنبې د وري ۲۹ مه قطر ته وخوځي او له طالبانو سره د اپريل له ۱۹مې تر ۲۱ پورې غونډه ولري.

خو اوس ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي، چې قطر ته د ټاکل شوي پلاوی سفر تر نامعلومې مودې پورې ځندېدلی دی.

سرچینې په اړه دې نور معلومات نه دي ورکړي خو وایي، د سفر د ځنډ لامل د پلاوي پر ترکیب راپورته شوې ناندرۍ دي.

باید و ویل شي، چې د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبه سرابي هم رسنیو ته ویلي و، چې ښايي د قطر غونډې ته د ټاکل شوي پلاوی یو شمېر کسان ولاړ نه شي.

د هغې په وینا دغه کسان د لوجستکي او تخینکي ستونزو له کبله د دوحې ناستې ته نه شي تلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي