۰

طالبانو هم د قطر غونډې ته د خپلو غړو نوملړ وروستی کړی دی

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، وسله والو طالبانو هم د قطر بین الاافغاني غونډې لپاره د خپل ۲۵ کسیزه پلاوي نوملړ وروستی کړی دی.
طالبانو هم د قطر غونډې ته د خپلو غړو نوملړ وروستی کړی دی
طالبانو ته نېږدې سرچینې وايي، وسله والو طالبانو هم د قطر بین الاافغاني غونډې لپاره د خپل ۲۵ کسیزه پلاوي نوملړ وروستی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو په پلاوی کې د قطر د دفتر غړي او یو شمېر نور طالب چارواکي شامل دي.

د سرچینې په وینا، طالبانو، عباس ستانکزی، سلام حنفي، امیرخان متقي، عبدالطیف مسنور، مطیع الحق خالص، عبدالمنان عمري، سید رسول حلیم، شهاب الدین دلاور، دین محمد، عبدالرحمن مدني، زاهد احمدزی، سهیل شاهین، محمد فاضل مظلوم، خیرالله خیرخواه، محمد نبي عمري، عبدالحق واثق، ملا نورالله نوري، ضیاالحق مدني، عبدالاحد جهانګیروال، عمار یاسر، مزارګل صالح، محمد نعیم وردګ، ملا داود عابد، محق الدین سادات او رسول الحق عزیز ټاکلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت هم دوه ورځې وړاندې دغه غونډې ته د ۲۵۰ کسیزه پلاوي نوملړ اعلان کړ، چې ښایي نن قطر ته ولاړ شي.

ویل کېږي، چې د قطر په غونډه کې به ټولټال ۳۰۰ تنه برخه ولري، چې له پاکستان، ایران، ترکمنستان څخه د افغان کډوالو استازي او دغه راز له امریکا او اروپا هم ورته یو شمېر مشهور افغانان بلل شوي دي.

ټاکل شوې دغه غونډه د روانې اپریل میاشتې له ۱۹ مې تر ۲۱ د قطر پلازمېنه دوحه کې تر سره شي.

د قطر د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات ویلي، د دوحې غونډې ګډونوال د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او اصلي هدف دا دی چې د شخړې د حل لپاره سیاسي اجماع رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، د افغان سولې د ګډونوالو نوملړ په دقت چمتو شوی او هدف دا دی چې په دې غونډه کې د ټولو افغانانو استازي برخه واخلي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه به بحثونه او خبرې وکړي.

برکات وايي، په دې غونډه کې دولتي چارواکي، سیاستوال، د مدني ټولنې استازي، ځوانان مذهبي مشران او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ګډون کوي خو دی وايي ټول ګډونوال د اشخاصو په توګه دغې غونډې ته راځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي