۰

د قطر غونډې ته له بهره هم افغانان غوښتل شوي، ټول ۳۰۰ کسان په کې ګډون کوي

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۵
راپورونه وایي، د سولې په تړاو د قطر بین الافغاني خبرو ته له، پاکستان، ایران، ترکمنستان څخه د افغان کډوالو استازي او دغه راز له امریکا او اروپا څخه یو شمېر مشهور افغانان هم وربلل شوي دي.
د قطر غونډې ته له بهره هم افغانان غوښتل شوي، ټول ۳۰۰ کسان په کې ګډون کوي
راپورونه وایي، د سولې په تړاو د قطر بین الافغاني خبرو ته له، پاکستان، ایران، ترکمنستان څخه د افغان کډوالو استازي او دغه راز له امریکا او اروپا څخه یو شمېر مشهور افغانان هم وربلل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغو کسانو کې د عبدالستار سيرت، رحمت ربي ځيرکيار، روستار تره کي، عبدالباري جهاني او داود ميره کي نومونه شامل دي.

په ورته وخت د قطر د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مشر سلطان برکات په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په یاد کنفرانس کې به ټول ۳۰۰ تنه ګډون ولري.

د هغه په وینا د دوحې غونډې ګډونوال د ټولو افغانانو استازیتوب کوي او اصلي هدف دا دی چې د شخړې د حل لپاره سیاسي اجماع رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، د افغان سولې د ګډونوالو نوملړ په دقت چمتو شوی او هدف دا دی چې په دې غونډه کې د ټولو افغانانو استازي برخه واخلي او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه به بحثونه او خبرې وکړي.

برکات وايي، په دې غونډه کې دولتي چارواکي، سیاستوال، د مدني ټولنې استازي، ځوانان مذهبي مشران او په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي ګډون کوي خو دی وايي ټول ګډونوال د اشخاصو په توګه دغې غونډې ته راځي.

بل خوا یاد مرکزپر خپل ټوېټر هم لیکلي، د غونډې هدف دا دی چې د افغانستان د شخړې د سیاسي حل لپاره د سیاسي اجماع رامنځته کولو ملاتړ وشي، داسې اجماع چې جګړه پای ته ورسوي او تلپاتې سوله رامنځته کړي.

باید و ویل شي، چې افغان حکومت دوه ورځې وړاندې دغه غوندې ته د تلونکي ۲۵۰ کسیزه پلاوي نوملړ اعلان کړ.

ولسمشر غني پرون چهارشنبې د وري ۲۸ مه په ارګ کې قطر ته له تلونکي پلاوي سره وکتل او هغوی ته یې و ویل، چې د دولت چوکاټ بهر هېڅوک هم د افغان ولس استازیتوب نه شي کولی.

ښاغلي غني تلونکي پلاوي ته دا هم و ویل، چې په زغم او حوصلې د افغان ولس درودنه، هیلې او غوښتنې طالبانو ته بیان کړي او د هغوی هغه هم واوري.

ولسمشر زیاته کړې وه، چې د سولې او افغانستان د ۴۰ کلن بحران د پای ته رسېدو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی او دغه پلاوی باید طالبان وپوهوي، چې له افغان دولت سره له خبرو پرته بله لار او له سیاسي حل پرته بله ښه نخسه نشته ده.

د یادونې وړ ده، چې قطر ته د افغان حکومت او سیاسیون له خوا ۲۵۰ پنځوس کسان ټاکل شوي دي، خو اوس ویل کېږي ځینې کسان ښايي ولاړ نه شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال حبیبه سرابي هم ویلي، چې دغه غونډې ته ښايي ځینې کسان د لوجستکي او تخنیکي ستونزو له امله ورنه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي