۰

د سولې پلاوی نن قطر ته ځي

پنجشنبه ۲۹ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۴
ټاکل شوې د سولې د خبرو په موخه د افغان حکومت او سیاسیون ګډ پلاوی نن پنشنبې د وري ۲۹ مه د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.
د سولې پلاوی نن قطر ته ځي
ټاکل شوې د سولې د خبرو په موخه د افغان حکومت او سیاسیون ګډ پلاوی نن پنشنبې د وري ۲۹ مه د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وړاندې شوي مهال وېش له مخې به دغه پلاوی د میلادي اپریل میاشتې له ۱۹ تر ۲۱ پورې په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړي.

ځینې سرچینې وايي، د دغه ناستې کوربتوب افغان دولت کوي، خو ځینې راپورنه زیاتوي، چې د یادې غونډې کوربه د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز دی، چې مشري یې پروفيسور سلطان برکات کوي.

ولسمشر غني پرون چهارشنبې د وري ۲۸ مه په ارګ کې قطر ته له تلونکي پلاوي سره وکتل او هغوی ته یې و ویل، چې د دولت چوکاټ بهر هېڅوک هم د افغان ولس استازیتوب نه شي کولی.

ښاغلي غني تلونکي پلاوي ته دا هم و ویل، چې په زغم او حوصلې د افغان ولس درودنه، هیلې او غوښتنې طالبانو ته بیان کړي او د هغوی هغه هم واوري.

ولسمشر زیاته کړې وه، چې د سولې او افغانستان د ۴۰ کلن بحران د پای ته رسېدو لپاره ښه فرصت برابر شوی دی او دغه پلاوی باید طالبان وپوهوي، چې له افغان دولت سره له خبرو پرته بله لار او له سیاسي حل پرته بله ښه نخسه نشته ده.

د یادونې وړ ده، چې قطر ته د افغان حکومت او سیاسیون له خوا ۲۵۰ پنځوس کسان ټاکل شوي دي، خو اوس ویل کېږي ځینې کسان ښايي ولاړ نه شي.

د سولې د عالي شورا مرستیال حبیبه سرابي هم ویلي، چې دغه غونډې ته ښايي ځینې کسان د لوجستکي او تخنیکي ستونزو له امله ورنه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي