د شمالي کوریا رسمي خبري آژانس د یوې اعلامیې په خبرولو سره ویلي، چې هېواد یې په بریالیتوب سره یوه نوې لاردښودې وسله ازمویلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه خبرپاڼه کې چې نن پنشبې د وري ۲۹ مه خپره شوې راغلي، چې ولسمشر کیم جون اون د دغه تکتیکې وسلې د ازموینې لیدونکی وو.
دغه آژانس زیاته کړې، یاده وسله چې د ځانګړي لارښود الوتک او کوپړیو د لېږد توان لري ډېره لنډه تر سره شوه.
دا د شمالي کوریا او امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر وروستۍ لیدنې وروسته لومړی اقدام دی، چې شمالي کوریا یې د وسلو د ازمویلو په اړه تر سره کوي.
باید و ویل شي، چې پیونګ یانګ له تېر یوه کال راهیسې د امریکا سره د سولې د تړون په موخه د خپلو وسلو ازموینې درولې وې.
جمهورخبري آژانس:کابل