سیمه ییز چارواکو غزني ولایت کې افغان او بهرنیو ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د ۲۷ وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري نن چهارشنبې د وري ۲۸ مه ویلي دغه عملیات د غزني په مرکز، ګیرو، ګیلان او ناوې ولسوالیو کې تر سره شوي.
د هغه په وینا د مرکز اړوند د زیوج او منګور په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د سالار په نوم د یوه قوماندان به ګډون ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
دی زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو یو ډاټسن او یو سراچه موټر هم له منځ وړل شوي دي.
د غزني د والي ویاند وايي، په ګیلان، ګیرو او ناورې په اړوند سیمو کې د عملیاتو پر مهال بیا ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
نوري زیاتوي، چې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یو فولډر موټر، یو عراده موټر سایکل او یوه اندازه وسلې هم له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل