۰
رحمت الله نبیل:

حکومت دې د قطر ناستې ته لښکر نه، د خبرو کسان ولېږي

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۳
ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د دوحې ناستې ته د حکومت اعلان شوی پلاوي نوملړ ته په غبرګون کې ویلي، حکومت دې دغه ناستې ته لښکر نه بلکې د خبرو کسان ولېږي.
حکومت دې د قطر ناستې ته لښکر نه، د خبرو کسان ولېږي
ولسمشرۍ ته نوماند او د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل د دوحې ناستې ته د حکومت اعلان شوی پلاوي نوملړ ته په غبرګون کې ویلي، حکومت دې دغه ناستې ته لښکر نه بلکې د خبرو کسان ولېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پخلاینې د مشرتابه شورا د دوه اونیو هڅو وروسته افغان حکومت پرون قطر ناستې ته د تلوونکي پلاوي نوملړ خپور کړ.

په دغه نوملړ کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، ښځو استازو، سیاسي او جهادي شخصیتونو، قومي مشرانو او مخورو، علماو، ځوانانو، ژورنالستانو او حکومتي مسوولینو څخه ۲۵۰ کسانو ته ځای ورکړل شوی دی.

دوی به د راتلونکې جمعې په ورځ قطر ته ولاړ شي او د دغه هېواد پلازمېنه دوحه کې به له طالبانو سره په بین الاافغاني ناسته کې ګډون وکړي.

خو ولسمشرۍ ته نوماندان او د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل وايي، حکومت باید له طالبانو سره د خبرو لپاره د اوږده او لښکر په څېر نوملړ پر ځای محدود؛ خو د خبرو کسانو دوحې ته ولیږي.

نبیل پر خپل رسمي فیسبوک لیکلي، په دې کې هیڅ‌ شک نشته، چې تل پاتې سوله د ټولو افغانانو هیله ده او باید ورته د رسیدو هر ممکنه لاره وکارول شي.

هغه ویلي«مهمه نه ده چې قطر ته څوک ځي، مهمه داده چې تر دیرش میلیونه د ډیرو کړیدلو افغانانو په استازیتوب دوی له کوم پیغام سره د دوحې په ناسته کې ګډون کوي؟»

د نوموړي په وینا له کیفي او تخنیکي پلوه د ۲۵۰ کسانو پر ځای یوازې ۲۵ کسان بس دي، چې د افغانستان د خلکو غوښتنې او‌ پيغام ولیږدوي او پر اساسي او مهمو مسائلو وغږیږي.

نوموړي ویلي، که په دغې ناسته کې د خپاره شوي نوملړ په څېر لښکر ګډون کوي، پایله یې اوس لا روښانه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور هم پر دغه نوملړ نیوکه کړې او دا یې د حکومت فرمایشي لېست بللی دی.

ښاغلي نور ویلي د افغانستان سیاسیون د پلاوی له دغه ډول اوډون سره مخالف دی او د قطر په راتلونکې ناسته کې به ګډون ونه کړي.

هغه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«په خواشنۍ د توقع خلاف او په هېواد کې د ټولنیز او سیاسي واقعیتونو نه په پام کې نیولو سره په دغه نوملړ کې اکثریت شامل کسان حکومتي مسوولین او هغه کسان ټاکل شوي، چې په ټولنه کې ولسي ستنې نه لري، نه له هغوی استازیتوب کولی شي، په دې نوملړ کې ټولنیز توازن په پام کې نه دی نیول شوي او تر ډولو مهمه دا چې په دې نوملړ کې د جهاد او مقاومت حوزې ته، چې د سیاسي معادلاتو یو مهم اړخ دی غوښه ونډه په پام کې نه ده نیول شوې.»

عطامحمد نور ویلي، دوی سره له دې چې دغه نوملړ کاملآ ردوي، بلکې په دې ډول اوډون سره به د قطر په راتلونکې ناسته کې ګډون ونه کړي.

بل خوا وسله والو طالبانو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر دغه لېست نیوکه کړې او ویلي یې دي، دا خو په یوه بهرني هېواد کې د نظر شریکولو یو کنفرانس دی، نه د کابل به هوټل کې کوم واده، چې دومره کسان ورته لېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي