وسله والو طالبانو د افغان حکومت له خوا د قطر ناستې ته پر خپاره شوي لېست غبرګون کې ویلي، دا د نظر شریکولو کنفرانس دی، نه په کابل کې د واده مراسم، چې دومره شمېر کسان په کې ګډون وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پخلاینې د مشرتابه شورا د دوه اونیو هڅو وروسته افغان حکومت پرون قطر ناستې ته د تلوونکي پلاوي نوملړ خپور کړ.
په دغه نوملړ کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، ښځو استازو، سیاسي او جهادي شخصیتونو، قومي مشرانو او مخورو، علماو، ځوانانو، ژورنالستانو او حکومتي مسوولینو څخه ۲۵۰ کسانو ته ځای ورکړل شوی دی.
دوی به د راتلونکې جمعې په ورځ قطر ته ولاړ شي او د دغه هېواد پلازمېنه دوحه کې به له طالبانو سره په بین الاافغاني ناسته کې ګډون وکړي.
خو وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خبرولو سره دغه نوملړ ته په غبرګون کې ویلي، چې په یوه بهرني هېواد کې په یوه ناسته کې د حکومت له خوا د ۲۵۰ کسانو ګډون د نه منلو وړ شمېره ده.
طالبانو په اعلامیه کې ویلي« دا په یوه بهرني هېواد کې د سولې په اړه د نظر شریکولو کنفرانس دی، نه په کابل کې د واده مراسم، چې دومره شمېر کسان دې پکې ګډون وکړي.»
وسله والو طالبانو ویلي، حکومت په لوی لاس غواړي د سولې روانې هڅې تخریب کړي او په دغه ډول د نه منلو وړ چلندونو د ګډوډۍ هڅه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل