۰
عطامحمد نور:

د قطرناسته کې د ګډون کوونکو نوملړ د حکومت فرمایشي نوملړ دی

چهارشنبه ۲۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور د حکومت له لوري د قطر ناسته کې د ګډون کوونکو نوملړ د حکومت فرمایشي نوملړ وباله او ویلي یې دي، د افغانستان سیاسیون به په دغه ډول اوډون د قطر په ناسته کې ګډون ونه کړي.
د قطرناسته کې د ګډون کوونکو نوملړ د حکومت فرمایشي نوملړ دی
د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور د حکومت له لوري د قطر ناسته کې د ګډون کوونکو نوملړ د حکومت فرمایشي نوملړ وباله او ویلي یې دي، د افغانستان سیاسیون به په دغه ډول اوډون د قطر په ناسته کې ګډون ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼۍ پرون سه شنبې د وري ۲۷ مه قطر ته د تلوونکي ۲۵۰ کسیزه پلاوی نوملړ اعلان کړل.

په دغه نوملړ کې د سیاسي ګوندونو استازي، سیاسي او جهادي شخصیتونه، قومي مشران، مخور، د قرباني شویو کورنیو استازي، علما، د ملي شورا غړي، د مدني ټولنې استازي، ښځو، ځوانانو، خبریالانو، او حکومتي مسولینو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

باید و ویل شي، چې د دې نوملړ په چمتو کېدو د پخلاینې مشرتابه شورا له تېرو دوه اوونیو راهیسې کار وه.

ویل کېږي
هغه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«په خواشنۍ د توقع خلاف او په هېواد کې د ټولنیز او سیاسي واقعیتونو نه په پام کې نیولو سره په دغه نوملړ کې اکثریت شامل کسان حکومتي مسوولین او هغه کسان ټاکل شوي، چې په ټولنه کې ولسي ستنې نه لري، نه له هغوی استازیتوب کولی شي، په دې نوملړ کې ټولنیز توازن په پام کې نه دی نیول شوي او تر ډولو مهمه دا چې په دې نوملړ کې د جهاد او مقاومت حوزې ته، چې د سیاسي معادلاتو یو مهم اړخ دی غوښه ونډه په پام کې نه ده نیول شوې.»
ټاکل شوي کسان به د راتلونکې جمعې په ورځ قطر ته ولاړ شي او د طالبانو سره په دغه بین الاافغاني خبرو کې به ګډون وکړي.

خو د ارګ د اعلامیې تر خپرېدو وروسته د جمعیت ګوند اجرائیه رییس عطامحمد نور له دغه نوملړ سره مخالفت وکړ او دا یې د حکومت فرمایشي نوملړ وباله.

ښاغلي نور ویلي د افغانستان سیاسیون د پلاوی له دغه ډول اوډون سره مخالف دی او د قطر په راتلونکې ناسته کې به ګډون ونه کړي.

هغه په خپله فسبوک پاڼه لیکلي«په خواشنۍ د توقع خلاف او په هېواد کې د ټولنیز او سیاسي واقعیتونو نه په پام کې نیولو سره په دغه نوملړ کې اکثریت شامل کسان حکومتي مسوولین او هغه کسان ټاکل شوي، چې په ټولنه کې ولسي ستنې نه لري، نه له هغوی استازیتوب کولی شي، په دې نوملړ کې ټولنیز توازن په پام کې نه دی نیول شوي او تر ډولو مهمه دا چې په دې نوملړ کې د جهاد او مقاومت حوزې ته، چې د سیاسي معادلاتو یو مهم اړخ دی غوښه ونډه په پام کې نه ده نیول شوې.»

عطامحمد نور ویلي، دوی سره له دې چې دغه نوملړ کاملآ ردوي، بلکې په دې ډول اوډون سره به د قطر په راتلونکې ناسته کې ګډون ونه کړي.

د جمعیت ګوند اجرائیه رییس زیاته کړې، د حکومت دغه ډول حرکت د سولې پر وړاندې د خنډونو رامنځ ته کولو لپاره یو قصدي عمل دی.

د هغه په وینا د حکومت له خوا د سولې پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کولو عمل د پخلاینې د مشرتابه په شورا کې هم له ورایه ښکاره شو.

نوموړی وايي، د سولې په برخه کې د ډاکتر زلمي خلیلزاد او نړیوالې ټولنې له هڅو ملاتړ کوي او خپله به هم د سولې لپاره هلې ځلې دوامداره کړي.

د جمعیت ګوند اجرائیه ریس د خپلو خبرو په پای کې ویلي«د حکومت له دې سخاوته، چې په دې نوملړ کې یې زموږ د ټیم په پار کړی، مننه کوم، هیله کوم، چې پاتې نور یې هم خپل کړي.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي