۰
د اطلاعاتو او کلتور وزارت:

سلګونه نفاق اچوونکې فسبوک پاڼې پېژندل شوې دي

سی شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۲
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، د ټولنیزه رسنیو سلګونه هغه نفاق اچوونکې پاڼې پېژندل شوې، چې د هېواد نه بهر ورته لارښونه کېده.
سلګونه نفاق اچوونکې فسبوک پاڼې پېژندل شوې دي
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، د ټولنیزه رسنیو سلګونه هغه نفاق اچوونکې پاڼې پېژندل شوې، چې د هېواد نه بهر ورته لارښونه کېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت نشراتي مرستیال سید آقا فاضل سانچارکي نن سه شنبې د وري ۲۷ مه کال کې خلکو ته د حکومت حساب ورکولو غونډه کې و ویل، دغه نفاق اچوونکې پاڼې تر ډېره پر فسبوک جوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، زرګونه جعلي پاڼې چې پر خواله رسنیو فعالیت لري، او د بهرنیو استخباراتي کړیو په لارښوونه د ولس تر منځ نفاق ته لمن وهي پېژندل شوي دي.

ښاغلي سانچارکي د مخابراتو او معلوماتي ټینکالوژۍ د وزیر څرګندونو ته چې څو ورځې وړاندې یې د فسبوک په اړه کړې و وې ویل، چې دغه هڅې هم د هغه پاڼو د تړلو په موخه دي، چې د ملي ګټو ضد تبلیغات کوي.

د هغه په وینا په همدې خاطر حکومت د مخابراتو وزارت له لارې د فسبوک له ادارې غوښتي، چې د افغانستان قوانینو ته درناوی ولري او د دولت په واک کې یو داسې سرور په لاس ورکړي، چې وکولی شي دغه ستونزه کنټرول کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر شهزاد ګل اریوبي په یوه خبري غونده کې و ویل، فسبوک ته یې شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې افغانستان کې خپل فعالیتونه د افغان دولت له پالیسۍ سره سم عیار کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي