سیمه ییز چارواکي وایي، طالبانو غزني کې یو قومي مشر وژلی او افغان هوايي ځواک د طالبانو په یوه موټر هوايي برید کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري زیاتوي، چې وسله والو طالبانو نن سه شنبې د وري ۲۷ مه سهار مهال د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې یو قومي مشر وژلی دی.
نوموړي زیاته کړې، وژل شوی قومي مشر غلام نقشبند نومېږي او د قرباغ ولسوالۍ د بهادر کلي اوسېدونی دی.
په ورته وخت کې نوموړي ویلي افغان هوایي ځواک تېره شپه د اندړو ولسوالۍ د لیتف کلي کې د طالبانو یو ډاټسن موږ موټر په نښه کړی دی.
دی وايي، په دغه هوايي برید کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوی یو میل زیکویو او دوه میله وړې وسلې له منځه وړل شوې دي.
طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
جمهورخبري آژانس:غزني