۰
د بشري حقونو د څار اداره:

پاکستان کې خلک په زوره د مذهب اړولو ته اړویستل کېږي

سی شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
د بشري حقونو د څار یوې ادارې پر پاکستان غږ کړي، چې ژر تر ژره په خپل هېواد کې د مذهبي اقلیتونو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.
پاکستان کې خلک په زوره د مذهب اړولو ته اړویستل کېږي
د بشري حقونو د څار یوې ادارې پر پاکستان غږ کړي، چې ژر تر ژره په خپل هېواد کې د مذهبي اقلیتونو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه راپور کې چې پرون د وري ۲۶ مه خپور شوی راغلي، چې تندلارو ډلو په دې هېواد کې پرله پسې د شیعه وګړو جوماتونه، مذهبي غونډې، مذهبي مشران او نور انفرادي کسان په نښه کړي دي.

په دغه راپور کې ویل وي، چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پاکستان کې پر شعیه مذهبو په ورته بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۲ تنه وژل شوي دي.

دغه راپور ته چې په ۲۰۱۸ کال کې د بشري وضعیت نوم ورکړل شوی راغلي پاکستان کې خلک په زوره د مذهب اړولو او یا هم د پاکستان هندو او مسیحي اقلیتونو څخه ښځې او نجونې مسلمان نارینه وو ته د ودولو لپاره مجبورېږي.

دغه کمېسیون وایي، تېر کال یوازې په سند ایالت کې له هندو او مسیحیته په زوره د ښځو او نجونو د اړولو شااوخوا زر پېښې ثبت شوې دي.

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د هغه څه په اړه هم اندېښنه وښوده چې دوی یې په پاکستان کې د جزا له قوانینو ناسمه استفاده یادوي.

د کمېسیون په خبره، له ۱۹۹۰ کال راهیسې په دې هېواد کې شااوخوا ۷۰ کسان اسلام ته د سپکاوي په تور ځورول شوي دي.
په راپور کې ویل شوي د جزا قوانین تر ډېره د خلکو د هغو غلطو شکایتونو پر اساس پلي شوي دي چې هغوی خپلې شخصي ستونزې پکې درلودې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي