۰
امریکايي سناتوره:

امریکا نه غواړي په بېړه له افغانستان خپل ځواکونه وباسي

سی شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۲
د امریکا د کانګرس مخکښه سناتوره جین شهین وايي، امریکا له افغانستان د خپلو سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه لري او نه غواړي، چې په بېړه سرتېري وباسي.
امریکا نه غواړي په بېړه له افغانستان خپل ځواکونه وباسي
د امریکا د کانګرس مخکښه سناتوره جین شهین وايي، امریکا له افغانستان د خپلو سرتېرو په ایستلو کې بېړه نه لري او نه غواړي، چې په بېړه سرتېري وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن شهین چې د سناتورانو د یوه پلاوي سره افغانستان ته راغلې، دغه څرګندونې پرون کابل کې د امریکا په سفارت کې له بهرنیو خبریالانو سره په یوه خبري ناسته کې کړې دي.

نوموړي په ټینګار سره ویلي، د امریکا متحده ایالات نه غواړي، چې په بېړه له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره فشار راوړي.

هغې ویلي« دلته موږ واورېدل، که د خبرو له لارې دغه لانجه هواره شي او هغه هم په یوه سنجول شوې او داسې بڼه، چې د انتقال پروسه یقیني کړي او ټول اړخونه پکې ګډون وکړي، بیا هم دې ته اړتیا ده چې له افغانستانه په بیړه امریکایي ځواکونه ونه ایستل شي.»

مېرمن شهین چې د امریکا د استازو جرګې د پوځي خدماتو کمېټه کې یوازینۍ ښځینه غړې ده زیاته کړې، چې د کانګرس ملګري پلاوي په دې برخه کې ورسره موافق دي او د امریکا د حکومت دریځ هم دا دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي