۰

خلیلزاد له ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي

سی شنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۴
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ترکي چارواکو سره یې په افغان سوله خبرې اترې کړې دي.
خلیلزاد له ترکي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ترکي چارواکو سره یې په افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ویلي چې د ترکیې د ولسمشر له سلاکار یې لیدلي او هغو د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ او ملاتړ ژمنه ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې ترکیه د افغانستان د سولې له پروسې او په دې برخه کې د روانو ټولو هڅو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې په دغه پروسه کې همکارۍ ته تیاره ده.

بل خوا خلیلزاد هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکي دی په قطر کې دی او له طالبانو سره خبرې کوي.

هغه وايي، لا تر اوسه په واشنګټن کې دی او قطر ته نه دی تللی.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ملتان کې خبریالانو ته و ویل، چې د امریکايي پلاوي او طالبانو خبرې به د دوشنبې اپریل په ۱۵ مه پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي