۰
جنرال تادین خان:

د معروف د سقوط پلان شنډ او ۳۷ طالبان و وژل شول

دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۴
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، افغان ځواکونو د معروف ولسوالۍ د سقوط لپاره د طالبانو پلان شنډ کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د معروف د سقوط پلان شنډ او ۳۷ طالبان و وژل شول
د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان وايي، افغان ځواکونو د معروف ولسوالۍ د سقوط لپاره د طالبانو پلان شنډ کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تادین خان نن دوشنبې د وري ۲۶ مه ویلي طالبانو غوښتل، چې د کندهار ولایت معروف ولسوالۍ سقوط کړي.

خو په وینا یې د افغان امنیتي ځواکونو د ځمکنیو او هوايي بریدونو کې د طالبانو دغه پلان شنډ او درنه مرګ ژوبله ورته واوښته.

نوموړي ویلي په دې بریدونو کې، چې د معروف ولسوالۍ یوسف نیکه په سیمه کې شوي، ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

تادین خان وايي، وژل شوي او ټپي وسله وال له ډېورنډ کرښې پورې غاړې ته وړل شوي او هلته یې د ټپیان درملنه روانه ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کندهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي