۰
احمدولي مسعود:

د مصالحې شورا متوازینه نه ده، د حکومت عمر پای ته رسېدلی

دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۴
راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته نوم احمد ولي مسعود وايي، د سولې په تړاو د مصالحې شورا متوازینه نه ده، او نه شي کولی د سولې په اړه کومه پرېکړه وکړي.
د مصالحې شورا متوازینه نه ده، د حکومت عمر پای ته رسېدلی
راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته نوم احمد ولي مسعود وايي، د سولې په تړاو د مصالحې شورا متوازینه نه ده، او نه شي کولی د سولې په اړه کومه پرېکړه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مسعود چې نن دوشنبې د وري ۲۶ مه کابل کې یوې ناستې ته وینا کوله د افغان سولې د پروسې پر څرنګوالي اندېښنه وښوده.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې موضوع خورا مهم او برخلیک ټاکنو کې دي خو په اړه يې دا اندېښنې زیاتې دي، چې نه شي دغه پروسه ناکامه او ولس دښمن ته تسلم کړی شي.

هغه و ویل«د مجاهدینو او مقاومت والاو تر منځ اساسي مساله ده، چې سوله د سولې په خاطر ده، یا د دښمن له لوري یو بل چل، زموږ تمه ده، چې مجاهدین او مقاومت واله، یو محکم تړون رامنځ ته کړي.»

ښاغلي مسعود و ویل، له ځينو سره دا فکر دی، چې ګڼې د سولې، جګړې او ټاکنو میدان د افغانستان په ولس پورې اړه نه لري، بلکې دا بل څوک دي، چې ټول میدانونه یې نیولي، خو په وینا یې دا خبره نه یوازې سمه نه ده، بلکې یوه رواني جګړه ده.

ده زیاته کړه«دا ډول فکر سم نه دی، موږ لا هم تر یوې میاشتې وخت لرو، د حکومت وخت عمر نور پای ته رسېدلی، موږ کولی شو، په ټولو کړنلارو کې بدلون راوړو، لومړی باید بدلون د ټاکنو له کمېسیون څخه پیل کړو او وروسته د افغانستان مساله په ګډه حل کړو، نن چې د سولې موضوع ده او ولس په کې برخه لري، خو حکومت او سیاسیون دغه پروسې ته یوازې د خپلو شخصي ګټو له چوکاټه ګوري.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې د افغانستان ولس او د مقاومت جبهه لکه څنګه چې د ټوپک په وسیله د خپل هېواد او ملي ګټو دفاع کړې، نن هم باید د افغانستان د اوسنیو موضوعاتو پر وړاندې ودرېږي او تصمیم ونیسي.

هغه د مصالحې شورا د رامنځ ته کېدو په اړه هم و ویل، چې دغه شورا کې توازن په پام کې نه دی نیول شوی، هغه پلاوی چې لېږل کېږي متوازن نه دی او نه هم کومه پرېکړه کولی شي.

احمد ولي مسعود وايي، د ولسمشرۍ نوماندان چمتو دي، چې هم د راتلونکو ټاکنو او هم د سولې په پروسو کې کلي بدلونونه رامنځ ته شي.

په ورته وخت کې راتلونکو ټاکنو ته یو بل نوماند نورالحق علومي هم د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه یو چل وباله او ویې ویل دغه جرګه نه شي کولی ستونزې حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې او د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټیم هم راتلونکې مشورتي جرګه کې له ګډون څخه انکار کړی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي