۰
ډاکترعبدالله امریکايي سناتورانو ته!

پر پاکستان باید فشارونه زیات شي د سولې برخه کې یې لازمه همکاري نه ده کړې

دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۰
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله له امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې پر پاکستان د نورو فشارونو غوښتنه کړې ده.
پر پاکستان باید فشارونه زیات شي د سولې برخه کې یې لازمه همکاري نه ده کړې
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله له امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې پر پاکستان د نورو فشارونو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس ښاغلي عبدالله امریکايي سناتورانو ته ویلي پاکستان تر اوسه د افغانستان د سولې په برخه کې، څنګه چې لازمه ده هغسې همکاري نه دی کړی.

د اجرائیه ریاست نه خبره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي عبدالله نن دوشنبې د وري ۲۵ مه سپېدار مانۍ کې د امریکايي سناتورانو له یوه پلاوي سره ولیدل او دواړو لورو، د افغانستان پر روان وضعیت، سولې او راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عبدالله له امریکايي سناتورانو سره په لیدنه کې د رڼو ټاکنو په تر سره کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، دغه ټاکنې د افغانستان خورا مهمې دي.

هغه د افغان سولې په اړه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هڅو مننه کړې خو ټینګار یې کړی، چې په دې برخه کې ټولې هڅې باید سره منسجمې او یو ځای کړل شي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس زیاته کړې، چې د سولې پر وړاندې طالبانو ستر خنډ طالبان دي، ځکه دوی تر اوسه په دې نه پوهېږي، چې طالبانو سولې ته جدي اراده لري او که نه.

باید و ویل شي، چې د امریکايي سناتورانو دغه پلاوي وړمه ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم پر روان وضعیت، سولې او ټاکنو خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي