۰

د سولې او اعتدال ټیم هم راتلونکې مشورتي جرګه تحریم کړه

دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم هم د سولې په اړه په راتلونکې لویه مشورتي جرګه کې له ګډون څخه انکار وکړ.
د سولې او اعتدال ټیم هم راتلونکې مشورتي جرګه تحریم کړه
د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم هم د سولې په اړه په راتلونکې لویه مشورتي جرګه کې له ګډون څخه انکار وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد ټیم نن دوشنبې د وري ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د سولې مشورتي جرګه د حکومت له لوري د وخت ضایع کول او یو د ټاکنیز کمپاین لپاره یوه هڅه بللې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«موږ اعلان کوو، چې زموږ د سولې او اعتدال د ټیم لخوا به هېڅوک او یا هم د هغو سیاسي ګوندونو او جریانونو استازي چې به دې ټیم کې دي، د سولې په دې سفارشي جرګه کې به ګډون ونه کړي.»

خبرپاڼه وايي، د سولې او اعتدال ټیم د دغه جرګې د جوړېدو په پروسه کې خپلې اندېښې له حکومت سره مطرح کړې وې، خو د څو اونیو په تېروېدو د ارګ ټیم هېڅ ډول وضاحت نه دی ورکړی.

د سولې او اعتدال ټیم وايي، دوی په دې باور دي چې دغه پروسه نه شي کولی د یوې ریښتینې لویې جرګې ضمانت وکړي، ځکه په لویه جرګه کې اصل سلا مشورې وي او پایلې یې نېغ اغېزې لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د ډاکترعبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم هم پرون په یوه اعلامیه کې خبر ورکړ، چې دوی به هم په مشورتي جرګه کې ګډون ونه کړي.

ښاغلي عبدالله په دغه اعلامیه کې ویلي و، چې د مشورتي جرګې په اړه له دوی سره سلا مشوره نه ده شوې نو ځکه په کې ګډون نه کوي.

خو په ځواب کې یې ارګ ویلي ولسمشر غني به ډېر ژر د عبدالله د دغه اندېښو په اړه له هغه سره وګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي