۰
شمال کې پوځي چارواکي:

په تېرو دریو ورځو کې ۱۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي

دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۶
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو سره سم پر دغه ډله د افغان ځواکونو بریدونه زیات شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
په تېرو دریو ورځو کې ۱۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو سره سم پر دغه ډله د افغان ځواکونو بریدونه زیات شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د وري ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو دریو ورځو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۵۶وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۵ قوماندانانو په ګډون ۱۷۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۷ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي، دغه عملیات د شمال په بېلابېلو ولایتونو کې تر سره شوي او په جګړه کې ۷ افغان سرتېري هم وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره سم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو زور اخیستی دی.

جمهورخبري آژانس:شمال
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي