۰

خوست:د واده پر ګډونوالو په برید کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

دوشنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې یو کس چې د نشې په حال کې و، د واده پر ګډونوالو ډزې کړې او ۱۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
خوست:د واده پر ګډونوالو په برید کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې یو کس چې د نشې په حال کې و، د واده پر ګډونوالو ډزې کړې او ۱۵ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه (د وري ۲۵ مه) د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د دره ګي په کلي کې رامنځ ته شوې.

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي، په یاد کلي کې واده و او یو کس چې د نشې په حال کې و، د واده پر ګډوانولو ډزې کړې دي.

د هغه په وینا په دې برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي، خو ځايي اوسېدونکي وايي په برید کې پنځه کسه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د خوست د والي ویاند وايي، پېښه یوه جنايي قضیه ده او پولیسو یې په اړه پلټنې پیل کړې ده.

هغه ویلي، وژل شوي او ټپیان ټول د تڼیو د قوم څخه دي او بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:خوست
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي