راپورونه وايي، نړیوال بانک په پام کې لري، چې له افغانستان سره د سولې تر رامنځ ته کېدو وروسته ۱۸ میلیارد امریکايي ډالر مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په همدې تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي آسیا څانګې چارواکو په دې اړه د نړیوال بانګ، نړیوالو مرستندویه هېوادونو او افغان چارواکو سره خبرې کړي دي.
سرچینه وايي، د جنوبي اسیا په چارو کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په نړیوال بانک کې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي له مرستیال، افغان چارواکو او نړیوالو مرستندویانو سره تر سولې وروسته پړاو کې پر نړیوالو مرستو او د خصوصي سکتور پر پیاوړي کولو خبرې کړې دي.
راپورنه وايي،نړيوال بانک له طالبانو سره د سولې په صورت کې د هغو سیمو لپاره اتلس میلیارده ډالره مرسته په نظر کې نیولې، چې په تېرو اتلس کلونو کې د جګړې شاهدې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ویل کېدل چې د امریکا نړیوالې پرمختیايي ادارې یا یو اېس آی ډي په افغانستان کې له سولې وروسته د یو شمېر لویو او ټولو ګټو پروژو د پلي کولو تابیا کړې ده.
د امریکا د نړیوالې پراختیا اداره، یوې باوري سرچینې څو ورځې وړاندې رسنیو ته ویلي و، چې دوی ته سپارښتنه شوې، چې خپلې سترې پروزې تر سولې وروسته پړاو ته وځنډوي.
جمهورخبري آژانس:کابل