خوست کې د ملي امنیت چارواکي وايي، دوه تنه ځانمرګي برید کوونکي هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت منسوبینو له خوا له منځه وړل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خوست د ملي امنیت مطبوعاتي دفتر ویلي، دغه ځانمرګي تېره شپه (د وري ۲۵مه) د طویشي پل په سیمه کې وژل شوي دي.
د خوست د ملي امنیت ریاست وايي، امنیتي ځواکونو له وړاندې د ځانمرګو په اړه کشفي معلومات درلود او ټوله ورځ یې د هغوی د لټون عملیات روان و، چې بالاخره تر موندلو وروسته و وژل شول.
یاد ریاست زیاته کړې، امنیتي ځواکونو هڅه کوله دغه ځانمرګي ژوندي ونیسي خو هغوی د تېښتې هڅه کوله، چې د سرتېرو له خوا له لرې سیمې وویشتل او د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې و وژل شول.
سرچینه وايي، د یو بریدګر پيژندګلوې شوې چې د پکتیکا د نکې ولسوالۍ اوسیدونکی وو، خو دوهم جسد لهمنځه تللی او تر اوسه يې پېژندګلوي نه ده شوې.
د خوست د ملي امنیت ریاست ویلي دغه ځانمرګو غوښتل پر ولایتي اداره برید وکړي.
جمهورخبري آژانس:خوست