۱
وحید عمر:

افغان حکومت د فسبوک د بندولو پرېکړه نه ده کړې

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۸
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر د مخابراتو او معلوماتي ټینګالوژۍ د وزیر هغه څرګندونې رد کړې، چې ګڼې افغانستان کې به د فسبوک پر فعالیت بندیز ولګوي.
افغان حکومت د فسبوک د بندولو پرېکړه نه ده کړې
د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر د مخابراتو او معلوماتي ټینګالوژۍ د وزیر هغه څرګندونې رد کړې، چې ګڼې افغانستان کې به د فسبوک پر فعالیت بندیز ولګوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټینکالوژۍ وزیر شهزاد کل اریوبي پرو شنبې د وري ۲۴ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال خبرداری ورکړ، چې که فسبوک د افغانستان له پالیسۍ سره سم خپل فعالیت عیار نه کړي او جعلي فسبوک پاڼې بندې نه کړي نو وبه تړل شي.

هغه فسبوک ادارې ته شپږ میاشتې وخت ورکړ، چې خپل فعالیتونه د افغانستان له پالیسیو سره سم مخ ته یوسي.

خو د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر پر خپله فسبوک پانه ویلي حکومت د فيسبوک او يا کومې بلې ټولنيزې رسنۍ د بندولو پريکړه نه ده کړې او نه حکومت کې کوم داسې تصميم او بحث شته چې کومه ټولنيزه رسنۍ د وتړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي