۰

د انسان تښتوونکو یوه درې کسیزه ډله نیول شوې ده

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۸
کورنیو چارو وزارت په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د انسان تښتوونکو د یوې مشهوره درې کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.
د انسان تښتوونکو یوه درې کسیزه ډله نیول شوې ده
کورنیو چارو وزارت په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د انسان تښتوونکو د یوې مشهوره درې کسیزه ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت نن یکشنبې د وري ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي دغه انسان تښتونکي د د جنایي جرمنو سره د مبارزې ریاست د موظفینو له خوا نیول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې له دغه انسان تښتونکو څخه یو ته پلازمېنه کابل او دوه تنه نور یې په ننګرهار کې نیول شوي او یو تن تښتول شوی کس ترې باالفعل راخلاص شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د انسان تښتونکو د دې مشهورې ډلې حشمت الله نومېږي او د کابل ښار د هود خېلو د سیمې اوسېدونکی دی.

په خبرپانه کې ویل شوي حشمت الله په څو انسان تښتوونکو کې لاس درلود، چې بالااخره پرون شنبې د وري ۲۴ مه د کابل ښار په نهمه ناحیه د هود خېلو په سیمه کې د پولیسو له خوا ونیول شو.

خبرپانه وايي، د دغه ډلې دوه تنه نور غړي، چې د انسان تښتونې په یاده پېښه کې یې لاس درلود، په جلال آباد ښار کې پېژندلي او نیولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي