۰

د کابل پارلماني ټاکنو کې ستونزو د شکایاتو کمېسیون له خنډ سره مخ کړی

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د ټاکنو د شکایاتو اورېدو کمېسیون چارواکي وايي، د کابل پارلماني ټاکنې خورا له ستونزو ډکې دي او دوی یې په یوازې سر په اړه پرېکړه نه شي کولی.
د کابل پارلماني ټاکنو کې ستونزو د شکایاتو کمېسیون له خنډ سره مخ کړی
د ټاکنو د شکایاتو اورېدو کمېسیون چارواکي وايي، د کابل پارلماني ټاکنې خورا له ستونزو ډکې دي او دوی یې په یوازې سر په اړه پرېکړه نه شي کولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د یاد کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې نن یکشنبې د وري ۲۵ مه کابل کې د یوې ناستې پر مهال وکړې.

دغه ناسته چې ټاکنو کې د مېرمنو د اغېزمن ګډون تر عنوان لاندې وه، مېرمن شنیوارې و ویل، چې د پاتې ولایتونو د وروستیو پایلو په اړه جدي کار روان دی او ډېر ژر به یې پایلې اعلان شي.

خو د کابل د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه یې و ویل، چې د دغه ولایت ټاکنو کې ستونزې ډېرې دي او د شکایتونو کمېسیون په یوازې سر نه شي کولی پایلې یې اعلان کړې.

نوموړې ټینګار وکړ، چې د کابل په پارلماني ټاکنو کې د ستونزو حل، د ټاکنو د څار بنسټونو، مدني ټولنې، نړیوالو شریکانو او دغه راز عدلي او قضايي بنسټونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه، چې کمېسیون له دغه بنسټونو سره له نېږدې کار کوي تر څو د کابل د پارلماني ټاکنو په اړه صلاحیتونو ته په پام سره یو معقول تصمیم ونیسي او پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو د شکایاتو کمېسیون مشرې و ویل، چې د کندهار ولایت د ټاکنو د وروستیو پایلو کار هم پای ته رسېدلی او نن به د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته ولېږل شي.

اغلې شینوارې دا هم زیاته کړه، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د اسنادو پر څېړلو هم په شدت کار روان دی او په ټاکلي وخت به اعلان شي.

 بل خوا د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې د هلمند ولایت د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو کار هم تمام شوی او د نن ورځې تر پای پورې به اعلان شي.

د هغې په وینا دوی د ټاکنو شکایتونو اورېدو کمېسیون سره په همغږۍ کار او هڅه کوي، چې د دې اوونۍ په جریان کې له کابل پرته د پاتې نورو ولایتونو د پارلماني ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

دغه راز مېرمن نورستاني د راتلونکو ولسمشریزه، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او د غزني د پارلماني ټاکنو په اړه و ویل، چې د دغه ټاکنو عملیاتي پلان بشپړ او همدارنګه د بودیجه طرحه یې مالیې وزارت ته لېږل شوې ده.

په ورته وخت کې د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ و ویل، چې دوی د راتلونکو ټاکنو په اړه په ۲۲۴ ولسوالیو کې مېرمنو ته د عامه پوهاوي ورکولو په اړه پلان چمتو کړی دي.

د هغې په وینا په تېرو ټاکنو کې د مېرمنو د ګډون ونډه ۳۳ سلنه وه او وزارت هڅه کوي له ټاکنیزو کمېسیونونو سره په همغږۍ په راتلونکو ټاکنو کې د مېرمنو ونډه لا زیاته شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي