۰

کابل کې د تېرې شپې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۱
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د لاسي بم په شویو چاودنو کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
کابل کې د تېرې شپې چاودنې ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
کورنیو چارو وزارت وايي، کابل کې د لاسي بم په شویو چاودنو کې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پېښه تېره شپه د (وري ۲۴مه) شاوخوا ۷ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې.

نوموړي ویلي، د نهمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نامعلومه کسانو پر یوه امنیتي موټر دوه لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

رحیمي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د برید مسوولیت چا اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي