۰

مصر د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۶
کابل کې د مصر سفیر هاني صلاح وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.
مصر د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان سره د همکاریو ژمنه کړې
کابل کې د مصر سفیر هاني صلاح وايي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادې شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب پرون شنبې د وري ۲۴ مه کابل کې د مصر له سفیر سره ولیدل.

خبرپاڼه د ښاغلي هاني صلاحي له قوله ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې په امنیتي، لوړو زده کړو، اسلامي او فرهنګي زده کړو او له ترهګرۍ سره مبارزې برخو کې افغانستان سره همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواوو همدا راز افغانستان کې د تاوتریخوالي او بنسټپالنې د له منځه وړلو په څرنګوالي خبرې وکړې او د مصر سفیر د خپل هېواد د اوږدمهاله مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

سرچینه زیاتوي د ملي امنیت سلاکار هم افغانستان کې د بنسټپالنې په مهار او مخنیوي کې د مصر رول ګټور یاد کړ او له افغان ځوانانو سره يې د زده کړو برخه کې د یاد هېواد همکاري وستایله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي