۰

کندهار کې بمې چاودنې څلور بهرني سرتېري ټپيان کړي

یکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۳
د رومانیا دفاع وزارت ویلي د دوی څلور پوځیان د افغانستان په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ټپیان شوي دي.
کندهار کې بمې چاودنې څلور بهرني سرتېري ټپيان کړي
د رومانیا دفاع وزارت ویلي د دوی څلور پوځیان د افغانستان په کندهار ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د رومانیا دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه پېښه پرون شنبې د اپریل ۱۳ مه سهار ۱۰ بجې په کندهار ولایت کې رامنځ ته شوې، خو دقیق ځای یې نه دی په ګوته کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په رومانیايي سرتېرو لومړۍ په لار کې چاودنه شوې او وروسته وسله والو طالبانو پرې ډزې کړې دي.

خبرپاڼه وايي، په چاودنه کې څلور رومانیايي سرتېري ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره د کندهار هوايي ډګر روغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

د رومانیا ولسمشر کلاسو ایوهانیس پر دغه پېښه خواشني ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په بګرام کې پر امریکايي ځواکونو هم چاودنه وشوه، چې په کې څلور سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي