۰
داودزی:

طالبان دې د جګړې اعلان بېرته واخلي، افغان ولس سوله غواړي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۵
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د پسرلنیو عملیاتو په اړه کړی اعلان بېرته واخلي.
طالبان دې د جګړې اعلان بېرته واخلي، افغان ولس سوله غواړي
د سولې عالي شورا د دارالانشا رییس محمد عمر داودزي پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د پسرلنیو عملیاتو په اړه کړی اعلان بېرته واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې داودزي نن شنبې د وري ۲۴ مه کابل کې د سولې د مشورتي جرګې په اړه یوې غونډه کې و ویل، چې د طالبانو دغه اعلان په هېواد کې د سولې د روانو هڅو خلاف دی.

هغه و ویل«ولس په یوه خوله سوله غواړي، خو طالبان د جګړې اعلان کوي، هغوی باید خپل اعلان بېرته واخلي، ځکه هغوی له هغه کسانو سره چې دوی یې اشغالګر بولي هم د سولې پر مېز ناست دي او د سولې په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان دولت د سولې لپاره بنسټیز کارونه کړي او د دغه هڅو پر وړاندې د جګړې اراده نه لري، نو ځکه طالبان هم باید جګړه پرېږدي او سوله وکړي.

بل خوا داودزي زیاته کړه، چې د سولې په تړاو د مشورتي لویې جرګې لپاره ټول چمتوالی نیول شوی او ښايي د غړو شمېر یې هم زیات شي.

هغه وايي، د دغه جرګې د غړو په اړه له ۳۳ ولایتونو اسناد مرکز ته رسېدلي، چې د ۲۵ ولایتونو یې څېړل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي