۰
د مخابراتو وزیر:

د اترا د کمزوي فعالیت له امله خلک ما بې سواده بولي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۷
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر پر اترا ادره کلکې نیوکې وکړې او دغه اداره یې په خپل کارې کې په کم کارۍ تورنه کړه.
د اترا د کمزوي فعالیت له امله خلک ما بې سواده بولي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر پر اترا ادره کلکې نیوکې وکړې او دغه اداره یې په خپل کارې کې په کم کارۍ تورنه کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزیر شهزاد ګل اریوبي نن شنبې د وري ۲۴ مه په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې د اترا د کمزوي فعالیت له امله خلک دی بې سواده بولي.

د هغه په وینا اترا ادارې له خلکو سره شل ژمنې کړې خو یوه یې هم نه ده عملي کړې او که تر یوې میاشتې پورې خپلې ژمنې عملي نه کړي له ولسمشر غني به وغواړي، چې دغه اداره بېرته د وزارت په چوکاټ کې راولي.

ښاغلي اریوبي و ویل«اترا چیرته ده، په لار اچول شوی کمپاین جدي موضوع ده او وايي، د پیسو د غلا کولو مخه باید ونیول شي، موږ اترا ته یوه میاشت وخت ورکوو، چې دغه شل مادې یا دغه شل ژمني چې تاسو له خلکو سره کړي دي،دا په یو میاشت کې باید عملي کړي، د خلکو مشکلاتو ته باید په یوه میاشت کې رسیدګي وګړي، د دوی د کمزوري فعالیت له امله خلک ما بې سواده بولي.»

وزیر وايي، د غیر قانوني پیسو د مخنیوي لپاره باید یو میکانیزم رامنځته شي او په همدې تړاو وزارت نن اترا ادارې ته یو مکتوب لېږلی او ورڅخه یې غوښتي چې د مخابراتي کمپینو په اړه د جوړ شوي قانون له‌مخې ټولو شکایتونو ته رسیدګی وکړي.

په ورته وخت کې ښاغلي اریوبي و ویل، چې د بهرنیو چارو وزارت له لارې یې د فسبوک ادارې ته هم یو مکتوب لېږلی او ترې غوښتي یې دي، چې د افغانستان پالیسي په خپل سیستم کې د ننه کړي او جعلي فسبوک پاڼې بندې او د نویو فسبوک پاڼو په رامنځ ته کولو کې د افغانستان له قوانینو او پالیسۍ سره سم ګام پورته کړي.

نوموړي خبرداری ورکړ، چې فسبوک اداره باید تر شپږو میاشتو پورې د افغان حکومت پالیسي پر فسبوک کاروونکو پلې کړې که نه په افغانستان کې به فسبوک وتړي.

جمهورخبري آژانس: محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي