۰

له ډېورنډ کرښې را اوښتونکي ۱۹ طالبان نیول شوي دي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۰
د ملي امنیت لوی ریاست کندهار ولایت کې د دریو قوماندانانو په ګډون د ۱۹ وسله والو طالبانو د یوې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.
له ډېورنډ کرښې را اوښتونکي ۱۹ طالبان نیول شوي دي
د ملي امنیت لوی ریاست کندهار ولایت کې د دریو قوماندانانو په ګډون د ۱۹ وسله والو طالبانو د یوې ډلې د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن شنبې د وري ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسله وال طالبان د ملي امنیت د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د کندهار ولایت مربوطاتو کې نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه وسله وال طالبان د ژمنې له موسم نه په ګټنې اخیستنې د نظامي زده کړو او د کوتې شورا د اجازې اخیستو په موخه له پولې پورې غاړې تللي و او کله یې چې غوښتل بېرته افغانستان ته راشي د ملي امنیت له خوا په کندهار کې ونیول شول.

سرچینه زیاتوي، چې نیول شویو کسانو وړاندې له دې د کوټې شورا په لارښونه، په کندهار، زابل او لوګر ولایتونو کې ترهګریز او تخریبي فعالیتونه درلودل.

خبرپاڼه وايي، د دوی اصلي دنده د د دیني عالمانو، قومي مشرانو، مخورو او یو شمېر نورو کسانو ترور او دغه راز د تعلمي او روغتیايي مرکزونو له منځه وړل و.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د نیول کېدو کره نېټه نه ده په ګوته شوې، خو وايي په دوی کې درې تنه د طالبانو مهم قوماندانانو، چې هر یوه یې د لسګونو جنیګالیو مشري درلوده.

د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، چې نورالله مشهور په ابوظهیر او فاتح د محمد اسحاقق زوی هر یو د ۴۰ کسیزه ډلې مشران او دغه راز حمیدالله مشور په ثاقب چې د سرې قطې قوماندان دی د ۱۶ کسیزه ډلې مشري کوله.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي