۰
خلیلزاد:

پاکستان، قطر او نور هېوادونه دې د طالبانو عملیات وغندي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په غبرګون کې ویلي، پاکستان، قطر او نور هېوادونه دې د طالبانو دغه عملیات وغندي.
پاکستان، قطر او نور هېوادونه دې د طالبانو عملیات وغندي
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په غبرګون کې ویلي، پاکستان، قطر او نور هېوادونه دې د طالبانو دغه عملیات وغندي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وسله والو طالبانو پرون جمعه د وري ۲۳ مه د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او دغه عملیاتو ته یې د الفتح نوم ورکړی دی.

طالبانو ویلي په اعلامیه کې ویلي په ټول افغانستان کې یې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې الفتح عملیات پیل کړي او دوام به ولري.

زلمي خلیلزاد د طالبانو دغه عملیات غندی او په یوه ټوېټ کې یې پر پاکستان، قطر او نورو هېوادونو هم غږی کړی، چې د طالبانو دغه عملیات وغندي.

هغه زیاته کړې«په داسې حال کې چې افغانان د خپلمنځي خبرو لپاره سره راټول شي او ګډ هېواد جوړ کړي، د طالبانو دا اعلان ښيي چې دوی په تېره تیاره کې بند پاتې دي. نوموړی زیاتوي، ډېر طالب جنګیالي د دوی د ځینو مشرانو په ګډون د دې اعلان مخالفت کوي.»

په یوه بل ټویټ کې زلمي خلیلزاد لیکلي، طالبانو په دې اعلان سره وښودله چې دوی د افغانانو د غوښتنو خلاف دي او د زیاتو جګړییزو بریدونو اعلانول د سولې له هلو ځلو سره مرسته نه کوي.

د هغه په وینا د طالبانو دا اعلان بې مانا او بې مسؤولیته ګام دی او ښيي، چې دغه ډله لا هم په پخوانیو تیارو کې بند پاتې ده.

نوموړي په ټینګار سره ویلي« پاکستان قطر او نور هېوادونه چې د افغانستان د سولې د بهیر ملگري دي، باید د طالبانو لخوا دپسرلنیو عملیاتو د اعلان مخالفت او غندنه وکړي.»

هغه دغه راز زیاته کړې، وخت د دې غوښتنه کوي، چې ټول افغانان د یوې روښانه راتلونکې لپاره لاسونه سره ورکړي نو ځکه له ټولو افغانانوهم غواړي، چې د طالبانو د دې عملیاتو غندنه او مخالفت وکړي.

له دې سره سم د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو پسرلنیو عملیاتو ته په غبرګون کې ویلي طالبانو د هېواد به بېلا بېلو سیمو کې سخته ماتې خوړلې او په دې ډول تبلیغاتو سره غواړي د خپلو جنګیالیو بایللې روحیه پیاوړې کړي.

د دفاع وزارت په خبرپانه کې ویل شوي د طالبانو موخه له دغه عملیاتو، د پراخه سیمو، ښارونو او د ولایتونو د مرکزونو نیول دي، خو په وینا یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول توان او مېړانه له خپلو خلکو دفاع وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي