۰

ارګ او طالبانو، د سلام رحیمي او ملابرادر د لیدنې راپور رد کړ

پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ او وسله والو طالبانو د ولسمشر غني د دفتر رییس سلام رحیمي او د طالبانو د مرستیال مشر او د قطر دفتر د رییس ملا عبدالغني برارد د لیدنې په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.
ارګ او طالبانو، د سلام رحیمي او ملابرادر د لیدنې راپور رد کړ
افغان ولسمشرۍ ماڼۍ او وسله والو طالبانو د ولسمشر غني د دفتر رییس سلام رحیمي او د طالبانو د مرستیال مشر او د قطر دفتر د رییس ملا عبدالغني برارد د لیدنې په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خبریال ویب پاڼې نن پنشنبې د وري ۲۲ مه په قطر کې د طالبانو سرچینو له قوله خبر ورکړی و، چې سلام رحیمي او ملا عبدالغني برارد په دوحه کې سره کتلي.

دغه ویب پاڼې قطر کې د طالبانو د یوې سرچینې له خولې ویلي، چې سلام رحیمي او ملا برادر د تېرې سه شنبې (د وري ۲۰) په ورځ له غرمې مخکې په دوحه کې سره لیدلي وو.

خبریال ویب سایټ ویلي قطر کې د طالبانو یوه چارواکي دوی ته و ویل، چې د ملا برادر او رحیمي تر منځ لیدنې نېږدې یو نیم ساعت دوام وکړ.

دوی د دغه چارواکي له قوله دا هم ویلي، چې د ملا برادر او سلام رحیمي تر منځ ناسته د قطر د حکومت په مرسته تر سره شوې او سلام رحیمي له تېرو دریو ورځو راهیسې په قطر کې و.

خو ارګ د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره دغه راپور په کلک رد کړی او ویلي یې دي، چې دا راپور له حقیقته لرې او یوه آوازه ده.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي، چې د کابل د ادارې له استازي سره د ملاعبدالغني برادر اخوند لیدنه حقیقت نه لري.

د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي«ځینو استخباراتي رسنیو آوازه خپره کړې، چې ګنې د اسلامي امارت مرستیال او د قطر دفتر مشر محترم ملا برادر اخوند او د کابل د ادارې یوه استازي سلام رحیمي سره کتلي، موږ دغه پروپاګند په کلکه ردوو.»

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې ملا برادر او رحیمي نه دي سره لیدلي او نه هم په دې اړه کومه پرېکړه شوې، بلکې دا اوازې دي او هغه کسان یې خپروي، چې غواړي د سولې پروسې پر وړاندې اندېښنې رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي