۰

افغانستان او پاکستان د علماو د ګډ کنفرانس پر جوړېدو خبرې کړې دي

پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۳
اسلام آباد کې افغان سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړې او قرشي ډاډ ورکړی، چې د افغان سولې په برخه کې به ريښتینې مرسته کوي.
افغانستان او پاکستان د علماو د ګډ کنفرانس پر جوړېدو خبرې کړې دي
اسلام آباد کې افغان سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره پر یو لړ مسایلو خبرې کړې او قرشي ډاډ ورکړی، چې د افغان سولې په برخه کې به ريښتینې مرسته کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر شکرالله عاطف مشعل پر خپله فسبوک پاڼه ویلي له قریشي سره یې پرون چهارشنبې د وري ۲۱ مه لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې ورسره خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له قریشي سره یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا، د سوداګړۍ په ودې، د افغانستان د سولې پروسه کې د پاکستان په صادقانه همکارۍ، په پاکستان کې د افغان کډوالو په ستونزو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

هغه ویلي، قریشي د افغانستان په هکله د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو په اړه د پوره وضاحت ترڅنګ، ډاډ ورکړي، چې پاکستان په هیڅ ډول د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې هوډ نه لري او نه ځانته دا حق ورکوي چې د یاد هیواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

د مشعل په وینا قریشي دا ژمنه هم کړې، چې پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ته په درنه سترګه ګوري او په راتلونکي کې به له دې ډول څرګندونه څخه په جدي توګه ډډه وشي.

دغه راز هغه زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې په نږدې راتلونکې کې د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ د یو ګډ کنفرانس په جوړیدو هم بحث وشو.

ښاغلي مشعل وایي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشتي ورته په یادو برخو کې د هرراز عملې همکارۍ ژمنه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي