۰

طالبانو د وردګ – بامیان پر لاره درې مسافر له موټرو ښکته کړي

پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د میدان وردګ – بامیانو پر لویه لار درې تنه مسافر له موټرو ښکته او له ځان سره یې وړي دي.
طالبانو د وردګ – بامیان پر لاره درې مسافر له موټرو ښکته کړي
سیمه ییز چارواکي وایي، وسله والو طالبانو د میدان وردګ – بامیانو پر لویه لار درې تنه مسافر له موټرو ښکته او له ځان سره یې وړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه دوه ورځې وړاندې پر یاد لویه لار د میدان وردګ ولایت په جلریز ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري جمهور خبري آژانس ته د دغه مسافرو د برمته کېدو پخلی وکړ خو ویې ویل، چې له برمته شویو کسانو دوه تنه د قومي مشرانو په هڅو راخوشي شوي دي.

په ورته وخت پر خواله رسنیو ویل کېږي، چې وسله والو طالبانو یو برمته کوونکی وژلی خو ولسوال دا خبرې رد کړې او ویې ویل، چې د برمته شوي کس برخلیک تر اوسه نه دی معلوم او قومي مشران هڅه کوي هغه هم راخوشی کړي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي