۰

ولسمشر غني فاریاب ولایت ته ولاړ

پنجشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته رسېدلي دی.
ولسمشر غني فاریاب ولایت ته ولاړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار ته رسېدلي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی غني او ورسره پلاوی نن پشنبې د وري ۲۲ مه سهار فاریات ولایت ته ولاړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر خپله فسبوک پاڼه لیکي، ولسمشر تر اوسه ۷۰ ځلې ولایتونو او ۷۴ ځلې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي دي.

د هغه په وینا د دغه سفرونو په لړ کې ۳۶ ځله ښاغلي غني یوازې د هېواد د پوځي قول رادوګانونو څخه لیدنه کړې ده.

د ارګ خبرپاڼه وايي، فاریاب ته د ولسمشر غني د سفر موخه په دغه ولایت کې د سېلاب ځپلو سره لیدنه، د عامه ګټو د څو پروژو پیل او دغه راز د یاد ولایت له بېلا بېلو قومونو سره لیدنه ده.

ولسمشر غني پر داسې مهال فاریاب ته په سفر ځي، چې د دغه ولایت ترکتبارانو د هغه پر ورتګ نیوکه کړې او ویلي یې دي دا یو ټاکنیز کمپاین دی.

دوی پر خواله رسنیو ویلي د ولسمشر غني کاري موده پای ته رسېدوونکې ده، خو له ترک ټبر سره کړې ژمنې یې نه دي عملي کړې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي