د جاپان دفاع وزارت وايي، د پوځ یوه اف ۳۵ جنګي الوتکه یې له رادار تر ورکېدو وروسته لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جاپان دولتي تلوېزیون نن چهارشنبې د وري ۲۱ مه د دغه هېواد دفاع وزیر تاکه شی ایوایا له قوله ویلي دغه الوتکه د په ارام سمندر کې لوېدلې ده.
نوموړي ویلي دغه الوتکه چې له درې نورو الوتکو سره یو ځای د ناموري ولایت د میساوا په سیمه کې په تمرین بوخته وه، پر ځای وخت د شپې ۱۹:۲۵ بجې له راداره ورکه شوه.
د هغه په وینا د الوتکې او د دغه د ۴۰ کلن پیلوټه د موندلو هڅې روانې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل